په کابل ښار کې د خصوصي انسټیټونو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۳۱ - ۱۵:۳
د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس

د پلان او ستراتیژیکي همغږۍ رئیس مولوي نیک محمد نیکمل او د زده کوونکو او زده کړیالانو چارو رئیس مفتي احسان الله قاسمي په حضور کې په کابل ښار کې د خصوصي انسټیټونو له مسوولینو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې ښاغلي قاسمي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او خصوصي انسټیټونو ترمنځ د همغږۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

نوموړي د خصوصي انسټیټونو له مسوولينو وغوښتل، چې په يادو مرکزونو کې د زده کړو کيفيت ته پاملرنه وکړي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې ټول قوانين، مقررات او لایحې عملي کړي.

د تعلیمي او تحصیلي څارنې او ارزونې ریاست استازي هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اصولو او مقرراتو سره سم په خصوصي انسټیټونو کې د تدریسي چارو پر پرمخ بیولو ټینګار وکړ.

د غونډې په دوام کې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ آمر حبیب الله شیرواني د خصوصي انسټیټونو د هغو وړاندیزونو د تعقیب په اړه مفصل راپور وړاندې کړ چې په تېره غونډه کې مطرح شوي وو.

د غونډې په پای کې د کابل ښار خصوصي انسټیټونو مسوولینو خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

د ښځینه طبقې لپاره غیر حضورې زده کړو پیلول، د کانکور ازموینې له لارې خصوصي انسټیټونو ته د زده کړیالانو معرفي کول او د یادو انسټیټونو زده کړیالانو ته د تحصیلي بورسونو ورکول د تخنیکي او مسلکي زده کړو د خصوصي سکتور مسوولینو له وړاندیزونو څخه وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS