د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د بودجې د ویش په اړه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۷ - ۱۶:۳۹
جلسه هیأت رهبری اداره

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشرتابه پلاوي غونډه د دغه ادارې د سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په مشرۍ او د دغه ادارې د مرستيالانو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ۱۴۰۲ مالي کال د بودجې د ویش په اړه بحث وشو.

په پیل کې د بودجې آمر عبدالحمید وهاب د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د منظورې شوې بودجې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د دغه ادارې ټوله بودجه څه باندې یو میلیارد ۳۸۲ میلیونه افغانۍ ده.

ښاغلي وهاب د ټولو بودجوي کوډونو بودجه تشریح کړه او د غونډې برخه والو په دغه برخه کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په ولايتونو کې د زده کړیالانو د بدل اعاشې لپاره د بودجې پر جدي څارنې ټينګار وکړ.

ښاغلي شهامت لارښوونه وکړه، چې د بودجې د سپما په موخه دې ولایتي سفرونه محدود او د ښوونیزو توکو د چمتو کولو لپاره دې کافي بودجه په پام کې ونیول شي.

د بودجې د ویش په نورو مواردو کې لازم تصمیمونه ونیول شول او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

BACK TO NEWS