د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه پلاوي ناسته د " Stay in Afghanistan " موسسې له چارواکو سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۳ - ۱۴:۳۳
stay in afg

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په المان کې مېشت د " Stay in Afghanistan " موسسې له چاوراکو سره وکتل.

په دغه کتنه کې په افغانستان کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې.

دغه نهاد د افغانستان د خلکو د ملاتړ په موخه په آلمان کې جوړه شوې ده.

د دغه نهاد چارواکو د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له برنامو څخه د ملاتړ په ترڅ کې په افغانستان کې د پرمختللو وسايلو او تجهیزاتو په لرلو سره د مسلکي انسټیټوټ د جوړولو لپاره د زمينې برابرولو غوښتنه وکړه.

په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست وويل چې افغانستان ته زياتې پيسې ښکته او پورته شوي دي خو په هيواد کې دبېوزلۍ او وزګارتيا ستونزه لا هم شتون لري .

ښاغلي شهامت زیاته کړه چې په هېواد کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملاتړ او پیاوړتیا مهمه او حیاتي ده.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د دواړو نهادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او د انسټيټوټ د جوړولو په موخه به د یوه ګډه کاري کمیټه جوړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS