په څو ولایتونو کې د اسلامي امارت له ۱۸۰۰ څخه د زیاتو مجاهدینو او نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د روزنیزو پروګرامونو په لاره اچول شوي دي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۹ - ۱۲:۵۵
 برنامه‌های آموزشی

سږ کال د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اسلامي امارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او مجاهدینو د ظرفیت لوړولو په موخه په ۸ ولایتونو کې له ۱۸۰۰ څخه زیاتو کسانو ته لنډ مهاله روزنیز کورسونه ترسره شول.

په دغه برنامه کې د کمپيوټر مهارتونه، انګلیسي ژبه، اداره او مدیریت په نظري او عملي ډول د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د تجربه لرونکو استادانو له خوا تدریس کیږي.

تر اوسه په لوګر، لغمان، پروان، پکتیا، نیمروز، هلمند، بغلان او سرپل ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې د ظرفیت لوړولو برنامه په لاره اچول شوي او د شمېرو له مخې په دغو ولایتونو کې یو زر او ۸۲۰  تنه فارغ شوي دي.

تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان یو له مهمو تعلیمي او تحصیلي بنسټونو څخه دی، چې د ماهر کاري ځواک روزل د دغه ادارې یو له مهمو موخو څخه دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS