په لوګر ولایت کې د ملي دفاع وزارت د منسوبینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۴:۳۶
TVETA

په لوګر ولایت کې د مجاهدینو لپاره د ادارې او مدیریت د روزنیز پروګرام په دوام؛ دا ځل په لوګر ولایت کې د مجاهدینو او د دفاع وزارت د منسوبینو لپاره د ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو.

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي وايي، چې د دې پروګرام د فراغت دورې په پای کې به فارغانو ته سندونه هم ورکړل شي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا چمتو شوې او د ریاست الوزرا د مقام له خوا منظور شوې طرحې پر بنسټ، مجاهدين کولاى شي د زده کړې لپاره د تعليمي سویې له تثبیت وروسته په ټول هېواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

دا پروګرام په داسې حال کې په لوګر ولایت کې پیل شوی، چې د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکو د مجاهدینو لپاره د ګڼو روزنیزو پروګرامونو د جوړولو اعلان هم کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS