مولوي غلام حیدر شهامت د هرات ولایت اړوند زنده جان ولسوالۍ له کرنې مسلکي لېسې څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۲۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د یادې ادارې څخه  د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د زنده جان ولسوالۍ اړوند د کرنې مسلکي لېسې له وضعیت څخه لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د یاد مرکز ټولې ستونزې او ننګونې له نږدې وڅیړلې او د ستونزو او ننګونو د رسیدګي او هواري په برخه  کې یې د یاد مرکز سره د هر ډول همکاريو ژمنه وکړه.

ټاکل شوې ده چې محترم مولوي شهامت او ورسره مل پلاوی یې په هرات ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو څخه له نږدې څارنه کوي او د نوموړو ستونزو او ننګونو ته به هم رسیدګی وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS