له مفتي اظهارالحق حقاني سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست مرکه ‎

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۱۳:۲۳
tveta

محترم مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، په خپل کاري دفتر کې د اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت د عمومي ریاست، د تدقیق او مطالعاتو له رئیس، مفتي اظهارالحق حقاني سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

دواړو لورو په دغه لیدنه کې په بېلابېلو موضوع ګانو لکه د هېواد په اقتصادي وده او کارموندنه کې د تخنیکي او مسلکی زده کړو په رول باندې خبرې وکړې.

ښاغلي مولوي شهامت، په دغه ناسته کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لاسته راوړنو او پروګرامونو په هکله توضېحات ورکړل، نوموړي په دغه اداره کې د متخصصو او مسلکي کسانو له جذب او ملاتړ څخه یادونه وکړه.

له بل پلوه ښاغلي حقاني د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده کړو او لاسته راوړنو قدرداني وکړه، او زیاته یې کړه چې تخنیکي علوم دهېواد د پرمختګ لپاره اړین او باید د دغه زده کړو ډېر ملاتړ وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS