شاوخوا ۸۰۰ مجاهدین د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۷ - ۱۳:۴۴

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اداره او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د میدان وردګو ولایت د شاوخوا ۸۰۰ تنه مجاهدینو فراغت غونډه ترسره شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت هم په دې مراسمو کې ګډون درلود او وینا یې هم وکړه.

ښاغلي مولوي شهامت د وینا په ترڅ کې وویل: اوس مهال نږدې ۴۰۰۰۰ مجاهدین د تثبیت سویې آزموینې وروسته د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې پر زده کړ بوخت دي.

نوموړي دغه‌راز فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ هیله څرګنده کړه چې یاد مجاهدین به له خپلې پوهې څخه د خلکو او هیواد د خدمت لپاره کار واخلي.

په ورته وخت کې د میدان وردګو والي هم د وینا پرمهال؛ مجاهدینو ته د مدیریتي زده کړو د زمینې برابرولو په پرخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ هڅې وستایلې.

همدارنګه یوشمیر نورو ویناوالو هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې څخه د مجاهدینو لپاره د مدیریتي زده کړو د فرصت برابرولو په برخه کې ستاینه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله زرګونه کسانو د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د اداره او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS