د کندز د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ زده کړیالانو د یولسمې دورې د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۹/۹ - ۱۰:۵۰
فراغت

د کندز د ادارې او حسابدارۍ انسټیټوټ د 45 تنه زده کړیالانو د فراغت مراسم د یاد ولایت د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

 د دې مراسمو په پیل کې د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر ډاکټر فرید احمد لکڼ خېل خبرې وکړې او زده کړیالانو ته یې د فراغت مبارکي ورکړه.

نوموړي تخنيکي او مسلکي زده کړې د افغانستان د پرمختګ لپاره مهمې وبللې او له نورو ځوانانو يې وغوښتل چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې شامل شي.

 د مراسمو په دوام کې د کندز ولایت مقام دفتر رئیس مولوي عبدالغفور شهیدزي خبرې وکړې او نوي فارغ شوي ځوانان یې د خلکو د خدمت او خپلو زده کړو ته دوام ورکولو په موخه وهڅول.

نوموړي د ښوونېز او علمي بنسټونو له چارواکو او استادانو وغوښتل، چې د عصري علومو ترڅنګ د ديني علومو په تدريس کې هم هڅې وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۰:۲۴
Background image

په اکبر مومند انسټیټیوټ کې د PABX سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ شو

اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ د خپلو محصلینو عملي مهارتونو لوړولو په موخه د «PABX» ټلیفوني سیستم په اړه روزنیز سمینار جوړ کړ. دا پروګرام د اکبر مومند خصوصي انسټیټیوټ مسؤل محترم عبدالجبار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۶۶ مجاهدینو فراغت

په ارزګان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه د ۴۶۶ تنو مجاهدینو د فراغت مراسم ترسره شول. په دغه مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS