د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او ابن سینا افغان روغتون ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۹:۴۰

په کاپیسا ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین خبر ورکوي چې په یاد ولایت کې یې د « ابن سینا افغان » روغتون له مسؤلینو سره د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو پر بنسټ دغه اقدام د دواړو بنسټونو ترمنځ د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.

ددې هوکړه لیک په لاسلیک کولو سره زده کونکي، استادان او د کاپیسا د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندان کولای شي په ځانګړي تخفیف سره د درملنې لپاره یاد روغتیایی مرکز ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې، د « ابن سینا افغان » معالجوي روغتون رئیس د کاپیسا د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت سره د هوکړه‌لیک لاسلیک کولو پرمهال دغه راز د دې آمریت سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ هم ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS