د کاپیسا د تخنیکي زده کړې مرکزونو له مسؤلینو سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۱ - ۹:۱۷
tveta

ښاغلی مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، کاپیسا ولات ته په خپل سفر کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو له مسؤلینو سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

نوموړي په دغه ناسته کې وویل ښونیز نظام په هېواد کې ډېر ارزښت لري، زیاته یې کړه، چې په هېواد کې تخنیکي او مسلکي زده کړې ډېر کار او هلوځلو ته اړتیا لري.

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال همدارنګه په اوسنیو شرایطو کې د عصري علومو زده کړې اړینې وبللې او زیاته یې کړه چې زده کوونکي باید په اسلامي عقیده و روزل شي.

په دغه ناسته کې، د چارو د سمون په موخه، د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو مسؤلینو ته د یاد پلاوي له خوا پرزنتیشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS