د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل.

په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې رئیس د کاري بهیرونو پر چټکتیا، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او د ښوونیزو پروژو د اغېزمن او پر وخت تطبیق لپاره د مناسبو شرایطو پر برابرولو ټینګار وکړ.

د ناروې کمېټې رئیس د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د ترسره شویو همکاریو، تطبیق شویو پروژو او د یادې کمېټې د راتلونکو پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي د ناروې کمېټې د ښوونیزو پروګرامونو په اړه د خبرو پر مهال د ځانګړو زده‌کړو له ملاتړ او د معلولیت لرونکو کسانو، په ځانګړي ډول د نابینایانو او ناشنوایانو، لپاره د ښوونیزو فرصتونو پر برابرولو ټینګار وکړ.

همدارنګه د ناروې کمېټې رئیس د ځینو پخوانیو پروژو د دوام او د نویو پروګرامونو د پیل خبر ورکړ او ویې ویل، چې له نویو پروګرامونو څخه یو یې د مادام‌العمر زده‌کړو په برخه کې دی، چې د څلورو کلونو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

نوموړي د کاري بهیرونو پر ساده‌والي او د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ، څو ګډ پروګرامونه او پروژې په لا ډېرې اسانۍ او اغېزمنتیا سره تطبیق شي.

همدارنګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د تطبیق شویو فعالیتونو او پروژو اړوند د راپورونو د ترتیب، تنظیم او وړاندې کولو څرنګوالی هم تر بحث او نظر تبادلې لاندې ونیول شو.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د ناروې کمېټې له همکاریو څخه مننه وکړه او د ګډو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

نوموړي ډاډ ورکړ، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره به د کاري بهیرونو د اسانتیا او د پروژو د سم او پر وخت تطبیق لپاره د مناسبو شرایطو د برابرولو په موخه هر اړخیزه همکاري وکړي.

دا لیدنه د دواړو لورو له خوا د همغږۍ پر پیاوړتیا، د کاري بهیرونو پر ښه والي او د ښوونیزو او مسلکي مهارتونو د پراختیا په برخه کې د همکاریو پر دوام د ټینګار سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۰
Background image

د ښوونیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار؛ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، مولوي غلام حیدر شهامت، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس، تاریا مګنوسون واتردال، سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسان‌الله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS