د څېړنې او نوښت ریاست مسؤولانو د خصوصي پوهنتونونو له اتحادیې سره وکتل
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د څېړنې او نوښت رئیس، مفتي سید احسانالله قاسمي، په یوه ناسته کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې له عمومي رئیس، محترم احمد جان پوپل، سره وکتل او خبرې یې وکړې.
په دې لیدنه کې د علمي او ښوونیزو همکاریو د پراختیا، د همغږۍ د پیاوړتیا او په ګډو برخو کې د همکاریو، لکه د علمي څېړنو شریکولو، د مسلکي معیارونو د چمتو کولو او پراختیا او د تعلیمي نصاب په برابرولو او ښهوالي کې د همکارۍ پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه د استادانو او محصلانو لپاره د علمي پروګرامونو، ورکشاپونو، سیمینارونو او کنفرانسونو جوړول هم د دې ناستې له مهمو موضوعاتو څخه وو.
د لیدنې په دوام کې محصلینو او استادانو ته د کارآموزۍ او علمي سیرونو د زمینې د برابرولو او د ښوونیزو بنسټونو او د کار بازار ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې.
په همدې حال کې د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مسؤلینو د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې له پروګرامونو او فعالیتونو هرکلی وکړ او په بېلابېلو برخو کې یې د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.
د غونډې په پای کې دواړو لورو د دوامدارو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې او د افغانستان د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې ترمنځ د همکارۍ د هوکړهلیک پر لاسلیک تصمیم ونیول شو.
