د پارون کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۱:۹
TVETA

د نورستان ولایت اړوند د پارون کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو فراغت غونډه ترسره شوه.

دغه مراسم د پارون کثیرالرشتوي انسټيټوټ له بیلابیلو تخنیکي څانګو څخه د کابو ۸۸ تنو محصلینو د فراغت په پار ترسره شول.

په دې مراسمو کې د نورستان ولایت سیمه‌ییزو چارواکو، د محصلینو والدینو او د یاد ولایت د تخنیکی او مسلکی زده کړو آمریت مسؤلینو هم حضور درلود.

ويناوالو په دې مراسمو کې وويل، ځوانان د ټولنې په پرمختګ کې اساسي رول لوبوي او بايد د هېواد د پرمختګ لپاره لا زيات کار وکړي.

د غونډې نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت ټينګار وکړ او غونډه فارغ شويو ځوانانو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS