د لوگر تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او «لوگر» د لوړو زده کړو موسسې ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۵۰

د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په یاد ولایت کې د «لوگر» لوړو زده کړو له موسسې سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د ګډو همکاریو او همغږیو پراختیا او همدارنګه د دواړو نهادونو ترمنځ د تجربیاتو شریکول ویل شوي دي.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ به د دواړو ښوونیزو بنسټونو محصلینو ته په اړوندو برخو لکه څیړنیز فارمونو او کتابتونونو کې د عملي زده کړو او علمي سیرونو زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS