د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو استادانو لپاره د ظرفیت لوړولو سیمینار ترسره شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۵:۱۷

په لوګر ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو یو شمیر استادانو لپاره یې د ظرفیت لوړولو سیمینار پیل کړی.

د یادونې وړ ده چې په دې روزنیز سیمینار کې د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ۲۰ تنه استادانو برخه اخیستې وه او د کلنۍ اجرااتو د ارزونې په اړه یې روزنه ترلاسه کړه.

د دې روزنیز سیمینار د ترسره کیدو موخه د لوگر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړول دي.

په ورته وخت کې، ددې پروګرام ګډونوالو د هغوی لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرام د ترسره کیدو څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړو د یاد پروګرام د دوام غوښتنه هم څرګنده کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS