د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت کارمندانو لپاره روزنیز سیمینار ترسره شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۵

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي څارنې مسؤلینو د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو کارمندانو او استادانو ته د نظارت نوی تدوین شوی رهنمود د یوه روزنیز ورکشاپ په ترڅ کې تشریح کړ.

یاد سیمینار د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د مسؤلینو د پوهاوي په موخه پیل شوی و، چې په ترڅ کې یې د رهنمود، د نظارت نوی فارمټ، درسي مهال ویش، او د غونډو کتابونو په شمول پر بیلابیلو نظارتي موضوعاتو بحث وشو.

ګډونوالو هم په دې اړه خپلې پوښتنې او سوالونه شریک کړل، دغه راز د نوموړو لخوا د دغه سیمینار جوړول د مختلفو اداري موضوعاتو په اړه د هغوی د پوهاوي لوړولو په برخه کې خورا اغیزمن وګڼل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS