د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده کوونکو د امنیې قومندانۍ په ورکشاپ کې عملي روزنه ترلاسه کړه
د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برېښنا څانګې زده کوونکو د عملي زدهکړو په چوکاټ کې، د موټر د ترمیم او ویل بیلانس کولو په اړه په عملي توګه روزنه ترلاسه کړه.
په همدې حال کې، د اړونده څانګې استاد د موټر ټایرونو د زاویو تنظیمولو او ویل بیلانس د اهمیت په هکله په تفصیل سره زده کوونکو ته توضیحات ورکړل.
د دې تعلیمي مرکز زده کوونکي وايي چې عملي زدهکړې د دوی لپاره د کار په سمه توګه ترسره کولو او کار بازار ته ننوتلو لپاره ډېر ګټور او اغېزمن دي. دوی د عملي روزنو د لا پراختیا غوښتنه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې مشرتابه تل د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په مرکزونو کې د عملي زدهکړو پر پیاوړتیا ټینګار کوي.
