د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۱:۲
TVETA

د لغمان ولایت مرکز اړوند کثیرالرشتوي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د یاد انسټیټوټ په ورکشاپ کې د سیم پیچۍ په اړه عملي زده کړې ورکړل شوې.

په دې درسي غونډه کې نوموړو ته د سیم پیچۍ او همدارنګه برقي بخارۍ د سیم پیچۍ د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

همدارنګه لارښود استاد محصلینو ته سیم پیچۍ او د هغه د ارزښت په اړه توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بهير لا پياوړی کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS