د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د پکې داخلي پرزو او وسایلو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړل او د کار کولو طریقه یې تشریح کړه.

د دې تعلیمي مرکز زده‌کوونکي د عملي زده‌کړو اهمیت ته په اشارې سره وایي چې اوس یې د کار په بازار کې د کار پیدا کولو او فعالیت کولو وړتیا ترلاسه کړې ده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۸:۲۵
Background image

د میدان وردګو چک انسټیټوټ ترمیم او بیارغونه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ځینو برخو ترمیم او بیارغونې چارې د یو شمېر سوداګرو په همکارۍ پیل شوې دي. د مسؤلینو په وینا، ټاکل شوې چې د انسټیټوټ ودانۍ،. . .

BACK TO NEWS