د فراه ولایت مقام د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په حضور سره غونډه جوړه کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۵:۵
TVETA

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د یوې غونډې په ترڅ کې دفراه ولايت له مقاماتو او مسوولينو سره وکتل .

په دې غونډه کې د فراه ولایت مرستیال والي هم حضور درلود.

په پیل کې ښاغلي مولوي احساس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د موخو او پروګرامونو په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل.

نوموړي د مجاهدینو روزنیز پروګرام ته چې په ټول هیواد کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له خوا په لاره اچول شوی په اشارې سره وويل: "د مجاهدينو روزنيز پروګرام د هغو مجاهدینو لپاره يو ښه فرصت دى چې د اشغال پر مهال له زده کړو بې برخه پاتې دي."

ښاغلي مولوي احساس د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزې او اړتیاوې هم د یاد ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره شریکې کړې.

له بلې خوا د فراه ولايت مرستيال والي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو د ستاينې او قدرداني ترڅنګ زياته کړه چې « د فراه ولايت مقام او سيمه ييز مسوولين به ددې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ستونزو او ننګونو ته د رسیدنې په برخه کې لازمي اقدامات وکړي. »

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایې سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS