د غزني ولایت د کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د فوټسال سیالیو ټورنمنټ پای ته ورسېد

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۴ - ۱۲:۴۲
TVETA

د غزني ولایت د تخنيکي او مسلکي انسټيټوټ د فوټسال سيالیو ټورنمنټ چې د یاد انسټيټوټ د محصلينو ترمنځ په لاره اچول شوې و، د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پای ته ورسېد.

د دې ټورنمنټ د اختتامیه يه مراسمو کې ویناوالو د ورزش په برخه کې د ځوانانو هڅې وستایلې او له هغوی یې وغوښتل چې د ورزش ترڅنګ خپلو زده کړو ته هم ژمن پاتې شي، تر څو د هېواد په پرمختګ کې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړي.

د مراسمو په پای کې د غزني ولایت د تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د آمریت لخوا د ټورنمنټ غوره زده کوونکو او غوره لوبغاړو ته جایزې او ډالۍ هم ورکړل شوې.

له بلې خوا محصلینو هم د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له مسوولینو څخه د مناسب تعلیمي چاپېریال د رامنځته کولو له امله خوښي څرګنده کړه او د نوموړو څخه یې ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۹:۲۹
Background image

د هسکې مینې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ ساختماني څانګې زده‌کوونکو د ودانۍ د قالب‌بندۍ او سیخ‌بندۍ په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دا درسي جلسه په یوه کار لاندې ودانۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د ادارې او مدیریت له زده‌کړه‌ییز پروګرام څخه شاوخوا د ۱۲۰ تنو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د بامیان ولایت والي، الحاج. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۲ - ۱۰:۲۷
Background image

د برېښنا شبکې تجهیزاتو په اړه د زده‌کوونکو عملي زده‌کړه

د ننګرهار ولایت د هسکي مېنې کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوه درسي جلسې په ترڅ کې د برېښنا شبکې او تجهیزاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د اړوندې څانګې استادانو. . .

BACK TO NEWS