د سوداګرۍ نړیوالې خونې لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د سرپرست خدمتونه وستایل شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۵ - ۹:۱۳
ICC afg2

په افغانستان کې د سوداګرۍ نړیوالې خونې (ICC Afg) د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مشر مولوي غلام حیدر شهامت هڅې او خدمتونه وستایل.

 ښاغلي شهامت ته ستاینلیک نن په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې د اجرائیوي مشر محمد منیر کبیري له خوا ورکړل شو.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې مشر او د یادې ادارې له مرستيال مولوي غلام سعيد احساس سره مل په افغانستان کې د سوداګرۍ د نړيوالې خونې له مشرتابه خبرې او اترې هم کړی دی.

په دې کتنه کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د خصوصي سکټور پر همکاريو خبرې وشوې.

ښاغلي شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلانونه او اقتصادي پروژې د سوداګرۍ د نړیوالې خونې له مشرتابه سره شریکې کړې او له سوداګرو یې وغوښتل چې په یادو پروژو پانګونه وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS