د دولتي ادارو د ویاندویانو او نشراتو مسئولینو د تقدیر مراسم ترسره شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۱۰:۲۰
tveta

د هېواد د کورنیو چارو وزارت د ویاندویانو د ظرفیت لوړولو په هکله د سیمینار په پای کې؛ نوموړي د دولتي ادارو د وياندويانو او د رسنيو مسؤلينو د تقدیر مراسم ترسره شول.

په دغه مراسمو کې خلیفه سراج الدین حقاني، مولوي ذبیح الله مجاهد او نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

د دغې غونډې ويناوالو په افغانستان کې د واقعيتونو په انعکاس کې د رسنيو رول مهم وباله او ټينګار يې وکړ چې حکومت په هېواد کې د رسنيو ملاتړ ته ژمن دى.

له بلې خوا د کورنیو چارو وزیر د ویاندویانو د تقدیر په مراسمو کې د وینا پر مهال له دوی وغوښتل چې له ټولو رسنیو سره ښې اړیکې ولري.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS