د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټيټوټ محصلینو د زم زم معدني اوبو له تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵
TVETA

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د ادارې او تجارت څانګې محصلینو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د یو علمي سفر په ترڅ کې د زم زم معدني اوبو له تولید فابریکې څخه لیدنه وکړه.

لارښود استاد په دې علمي سفر کې نوموړو ته د معدني اوبو د تولیدي پروسې په بیلابیلو اړخونو لکه د اوبو د تصفیه کولو پروسه، د بسته بندي سیسټم او د اوبو د کیفیت کنټرول په اړه هراړخیز توضیحات وړاندې کړل.

په دوام کې محصلینو هم د موضوع سره سم خپلې پوښتنې او سوالونه شریک کړل، چې د استاد لخوا ورته ځوابونه هم وړاندې شول.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبری تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو او علمي سفرونو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۳۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د لغمان ولایت له تخنیکي آمریت څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوی د خپل سفر په ترڅ کې لغمان ولایت ته لاړ او هلته یې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له آمریت څخه لیدنه وکړه. یاد پلاوی د خپل سفر په دوام کې د لغمان له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي لیسې زده کوونکو د امنیې قومندانۍ په ورکشاپ کې عملي روزنه ترلاسه کړه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لیسې د برېښنا څانګې زده کوونکو د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې، د موټر د ترمیم او ویل بیلانس کولو په اړه په عملي توګه روزنه ترلاسه کړه. په همدې حال کې، د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۲
Background image

په بلخ ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنې دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو پلاوی د محترم مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د خپل سفر په ادامه کې بلخ ولایت ته ولاړ، او د سجادیه تخنیکي او مسلکي انسټیټیوټ او د ادارې او محاسبې. . .

BACK TO NEWS