د خوست مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د خان سټیل شرکت څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۳۸

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د اقتصاد څانګې محصلینو، د لارښود استاد په لارښوونه، د یوه ورځني علمي سفر په ترڅ کې په یاد ولایت کې له خان سټیل شرکت څخه لیدنه وکړه.

دغه راز په دې علمي سفر کې د خان سټيل شرکت د اداري کارکوونکو لخوا په عملي بڼه، محصلینو ته د مالي چارو اړوند موضوعات لکه د تولید مدیریت او بازار موندنه  تشریح شول، تر څو نوموړي وکولای شي د خپلو نظري زده‌کړو تر څنګ، له واقعي کاري چاپېریال سره هم آشنا شي.

د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسؤلینو په وینا یاد عملي سفر د محصلینو د علمي ظرفیت لوړولو، مسلکي مهارتونو پیاوړتیا، او د کار بازار سره د نږدې کیدو په موخه ترسره شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS