د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۳۷
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي برنامو د سمون ریاست د کابل په بادام باغ کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې په خصوصي سکتور کې دننه د حرفوي ښوونیزو مرکزونو ثبت، ایجاد او جواز ورکونې او همدارنګه په وخت سره د لنډ مهاله حرفوي پروګرامونو لپاره د ښوونیزو بستونو د وړاندې کولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د دې ناستې په دوام کې د ولایاتو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمرینو د حرفوي زده کړو د مرکزونو د جواز ورکونې په برخه کې خپل نظریات او وړاندیزونه شریک کړل.

دا په داسې حال کې ده چې لنډ مهاله ښوونیز پروګرامونه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې له اساسي پروګرامونو څخه دي چې تردې مهاله په سلګونه تنه ځوانان له دغو پروګرامونو څخه فارغ او د کار په بازار کې پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS