د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت او پوهنتون ریاست ترمنځ تفاهم لیک لاسلیک شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۱۵:۵۶

د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د یاد ولایت د پوهنتون له ریاست سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړ.

د دې تفاهم لیک د لاسلیک کولو موخه د دواړو ښوونیزو بنسټونو ترمنځ د علمي، تحقیقي او ښوونیز ارتباطاتو پیاوړتیا او د ګډو همغږیو او همکاریو پاراختیا ویل شوې ده.

د یاد تفاهم لیک پر بنسټ د به جوزجان پوهنتون ریاست د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د استادانو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه په لاره واچوي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي ترڅو د خصوصي او حکومتي بنسټونو سره د تفاهم لیکونو په لاسلیک کولو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو زده کونکو لپاره مناسب او غوره تدریسي چاپیریال چمتو کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS