د تخنیکی او مسلکي زده کړو ادارې له ادارې او مدیریت روزنیز پروګرام څخه د لسګونو مجاهدینو فراغت

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۳ - ۱۰:۵۶

په پکتیکا ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۱۶۰ تنه مجاهدینو فراغت‌غونډه ترسره شوه.

پدې فراغت‌غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو مرستیال محترم مفتی فضل الرحمن فاضل ترڅنګ د یاد ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو هم ګډون درلود.

ښاغلي مفتی فضل الرحمن فاضل د وینا پر مهال وویل: د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره ژمنه ده ترڅو د ټولنې بیلابیلو قشرونو لپاره د زده کړو زمینه برابره کړي.

مفتي فاضل همداراز فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې مجاهدین وکولای شي د دې زده کړو پرمټ ټولنې ته لا ښه خدمتونه وړاندې کړي.

په همدې حال کې، د پکتيکا ولایت یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو هم د وینا پر مهال، د مجاهدینو لپاره د مدیرتي زده کړو د زمینې برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ له هڅو او ځانګړې پاملرنې څخه ستاینه او قدرداني وکړه.

نوموړو ټینګار وکړ چې مجاهدینو ته د ادارې او مدیریت په برخه کې د زده کړو زمینه برابرول، د ادارو په چارو د ښه پرمختګ لپاره ډېر اړین ګڼل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS