د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ!

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۹:۵۲

د میدان وردګو ولایت ټوپ دښتې کثیرالرشتوي انسټيټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکاټ کې د شبکې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

د لارښود استاد تر نظر لاندې، د دې مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې، محصلینو د لاسرسۍ وړ وسایلو په کارولو سره ++C  پروګرام د کارولو طریقه په عیني شکل وکتله او د درس له ښوونیزو موادو څخه یې په عملي ډول ګټه پورته کړه.

دغه راز لارښود استاد نوموړو ته د ++C پروګرام او د یاد پروګرام د کارولو د څرنګوالي په اړه هراړخیز توضیحات ورکړل او د هغوی پوښتنو او سوالونو ته یې ځوابونه وویل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د روزنې لویه برخه عملي ده، له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۹:۲۰
Background image

د کمپیوټر ساینس زده‌کوونکي د شبکې له تجهیزاتو سره بلد شول

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې زده‌کوونکو د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د دوام په لړ کې د شبکې بنسټیزو تجهیزاتو په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه. په دې روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۱۱:۱۹
Background image

د عملي زده‌کړو پیاوړتیا لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټیوټ د کمپیوټر ساینس څانګې محصلینو ته د عملي زده‌کړو (پراکتیک) د زمینې برابرولو په موخه له افغان تیلي کام مخابراتي شرکت سره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۵:۴۴
Background image

د زابل ولایت د ارغنداب کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو ستونزه حل شوه

د زده‌کړو د بهیر ښه‌والي او زده‌کوونکو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ کثیرالرشتوي لېسې د درسي کتابونو کمښت ستونزه د زابل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو. . .

BACK TO NEWS