د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو کې د عملي روزنو د زده کړو دوام

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۱۱:۳۱

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند ښوونیز مرکز د الکتروتخنیک څانګې محصلینو، ددې ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په چوکات او د یوې کاري ساحې څخه د لیدنې په ترڅ کې د ساختماني چارو په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې د ساختماني چارو، د ودانیو د بنسټ او د کانکریټ اچولو د څرنګوالي په اړه په عملي او نظري ډول روزنه ورکړل شوه.

عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو سربیره، د زده کونکو د هڅونې، تشویق او د مختلفو علومو د زده کړې په برخه کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو په برخه کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS