د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې پلاوي د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۰ - ۱۱:۲۹
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ د یادې ادارې یوه پلاوي د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو له مرکزونو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

په دې کتنه کې مفتي فاضل د چهاردرې ولسوالۍ د کثيرالرشتوي لېسې او د کندز ولايت د علي اباد ولسوالۍ د کرنې مسلکي لېسې د پسرلني (بهاري) سمستر د ازموينو له بهیر څخه هم ليدنه وکړه.

له بلې خوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې مالي او اداري مرستیال د یادو ښوونیزو مرکزونو له ټولو تحصیلي او تعلیمي اسنادو څخه څارنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS