د تخنیکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۸ - ۱۶:۲۴
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ملي ادارې د اکاډمیک بورډ غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال محترم مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه.

په دې غونډه کې د یادې ادارې يو شمېر رئيسانو او مشاورینو هم حضور درلود.

د غونډې په پيل کې د اکاډمیک بورډ د تېرې غونډې پرېکړې وڅېړل شوې او اړوندو څانګو د خپلو کړنو راپورونه وړاندې کړل.

همدا راز د غونډې په دوام کې د یادې غونډې غړو د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو چوکاټ د نهايي کولو په اړه بحث وکړ او په دې برخه کې یې خپل نظریات شریک کړل.

د اکاډمیک بورډ په نننۍ غونډه کې پر یو شمېر نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او غونډه په دعایه پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS