د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداٰرې پلاوي د کندهار ولایت د ډنډ تخنیکي لېسې څخه لیدنه وکړه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۰:۰
TVETA

د ښاغلي مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه یو پلاوي کندهار ولایت ته د خپل سفر په دوام د یاد ولایت د ډنډ ولسوالۍ تخنیکي لېسې وضعیت وڅیړه.

دغه پلاوي د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ د تخنيکي لېسې له ستونزو او ننګونو څخه له نېږدې څخه ليدنه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د یاد مرکز ستونزو او ننګونو ته به رسیدګي وشي.

همدارنګه یاد پلاوي د دغه مرکز له مسوولینو هم وغوښتل، تر څو زده کوونکو ته د عملي زده کړو د وړاندې کولو په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې دغه پلاوي تر دې وړاندې د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د سوداګرۍ لېسې، د ژری ولسوالۍ اړوند کثيرالرشتوي انسټيټوټ او همدارنګه د دغه ولایت د مرکز اړوند سوداګرۍ لیسې څخه هم ليدنه کړې ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS