د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۶

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د فرمانونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست د پلتنې معاونیت سره په همکارۍ، د یادې ادارې یوشمیر کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره کړ.

په دې ښوونیز پروګرام کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د داخلي پلتنې ریاست څخه ۱۱ تنه کارمندانو ګډون کړی، چې نوموړي به د ۷ کاري ورځو په ترڅ کې د «پلټنې د اصولو» په اړه روزنه ترلاسه کړي.

د کارکوونکو چارو ریاست د مسؤلینو په وینا، د دې پروګرام د ترسره کیدو موخه په څارنیز او پلټنې برخو کې د کارمندانو د ظرفیت لوړول دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست تل هڅه کوي چې د ورته پروګرامونو په جوړولو او پلاره اچولو سره د یادې ادارې د کارمندانو د پوهاوي کچه لوړه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS