د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي جوزجان ولایت مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو څخه څارنه وکړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۵:۳
جوزجان

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د جوزجان ولايت د مسلکي ښوونځيو او انسټیټونو د څارنې په موخه یاد ولايت ته سفر کړى دى.

یاد پلاوي د دغه سفر په ترڅ کې د جوزجان تخنيکي انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه او یاد انسټیټوټ اداري او تدريسي چارو یې وڅیړلې.

د جوزجان ولایت د ټولو مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو څخه ترسره شوي څارنې راپور له مرکز سره شریک کړي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بیاکتنې د ګډ پروګرام په چوکاټ کې ټولو ولایتونو ته پلاوي لیږي ترڅو د تخنیکي او مسلکي مرکزونو وضعیت وڅیړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS