د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو (۶) تفاهم لیکونه لاسلیک شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۵ - ۱۴:۵۲
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د حکومت د رسنیو په مرکز کې له د شپږو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل.

په دغو ادارو او بنسټونو کې د کورنیو چارو وزارت، د زندانونو چارو د سمون اداره، د علومو اکاډمۍ، اسلامي بانک او ملي بانک شامل دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه پروګرام په ترڅ کې د دغو تفاهم لیکونو د لاسلیک پر اهمیت خبرې وکړې.

محترم مولوي شهامت وویل، د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هڅه کوي، چې له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره د تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره خلکو ته د  ښه ژوند لپاره شرایط برابر کړي.

نوموړي په ورته وخت کې د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره د تفاهم ليک په اړه وويل، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې محبوسینو ته د زده کړو ټولې زمينې برابروي.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د نورو تفاهم ليکونو په اړه هم توضیحات ورکړل او زياته يې کړه چې د علومو اکاډمۍ سره د تفاهم ليک په لاسليک کولو سره به په هېواد کې د کاربردي علومو د څېړنو زمينه مساعده شي.

د یاد پروګرام په بله برخه کې محترم مولوي غلام حیدر شهامت له بېلابېلو ادارو او بنسټونو سره د ګډو همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک کړل او غونډه د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS