د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د موبي ګروپ د بشري سرچینو له رئیس سره خبرې اترې وکړی

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۶:۲۷
 موبي ګروپ سره لیدنه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت په افغانستان کې د موبي ګروپ د بشري سرچینو له رئيس ډاکټر بهمن يوسفي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي یوسفي د بشري سرچینو او د انساني پانګې او د بشري سرچینو مدیریت په برخه کې د خپلو شخصي تجربو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د یوه هېوادوال په توګه د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او دغه کار یې خپل مسؤلیت وګاڼه.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز وويل، چې هر څوک د هېواد پر وړاندې مسوول دى او خلکو ته خدمت کول د ټولو ګډه موخه ده.

ښاغلي شهامت له ښاغلي یوسفي څخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د همکارۍ د اعلان له امله مننه وکړه او ویې ویل چې د تجربو او مشورو د تبادلې په خاطر باید اړیکې دوام ومومي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS