د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بادغیس د کرنې له انستیتوت څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۴ - ۱۴:۲۰
tveta

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست، باغیس ولایت ته په خپل سفر کې، ددغه ولایت د کرنې د مسلکي انستیتوت وضعیت وڅېړه.

ښاغلي مولوي شهامت په دغه لیدنه کې وویل، د دغه پلاوي د سفر موخه، په ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د چارو لاسمون  او ستونزو ته د حل لاره ټاکل شوې ده.

دغه پلاوي د یاد ښوونیز مرکز ټول اسناد وڅېړل او ښاغلي مولوي صاحب شهامت مسؤلینو ته د چارو د سمون په موخه اړینې لارښونې وکړې.

همدا اوس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست رئیس د دغه ادارې د یو پلاوي په رأس کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څېړلو لپاره په بادغیس ولایت کې دي، په پلان کې لري چې نور د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه هم وڅېړي.

له دې مخکې هغوی هرات ولایت ته سفر کړی و، او د هرات ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ټول مرکزونه یې وڅېړل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS