د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د اندونیزیا هیواد له سفیر سره ناسته ترسره کړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۲:۲۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په خپل کاري دفتر کې له ښاغلي داکتر ناندا اوالیست په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفیر سره ولیدل.

دواړو خواوو په دې غونډه کې د بیلابیلو موضوعاتو پع اړه بحث وکړ.

د ناستې په پیل کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغې ادارې د اهدافو او پروګرامونو په اړه لازمي توضیحات وړاندې کړل.

ښاغلي مولوي شهامت څرګنده کړه چې یاده اداره ځوانانو ته په بیلابیلو تخنیکي او مسلکي برخو کې مسلکي زده‌کړې وړاندې کوي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د اندونیزیا هیواد سفیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له هڅو، لاسته راوړنو او پروګرامونو څخه ستاینه وکړه.

دغه‌راز د غونډې په پای کې، دواړو خواوو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ په بیلابیلو برخو کې د همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۰:۳۰
Background image

د شبکو د سیسټمونو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې شو

د خوست ولایت مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کمپیوټر ساینس څانګې یوه محصل د کمپیوټري سیسټمونو او د شبکو مدیریت په اړه روزنیز سیمینار وړاندې کړ. محصل نوراحمد د اړوندې څانګې استاد تر لارښوونې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹
Background image

محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۹:۵۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي او روزنیزه غونډه د دې ادارې د رئیسانو، کارکوونکو او مسؤلینو په حضور کې ترسره شو. په دې پروګرام کې لیکوال او ادیب استاد دادمحمد ناوک د بېلابېلو. . .

BACK TO NEWS