د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند په جغتو کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې د لنډمهاله حرفوي پروګرامونو پیل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۹ - ۹:۳۸
TVETA

په میدان وردګو ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وایي چې د یاد ولایت په جغتو کثیرالرشتوي انسټیټوټ کې یې د موټرسایکل ترمیم لنډمهاله ښوونیز حرفوي پروګرام پیل کړی.

د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په وینا، په دې پروګرام کې ۶۰ تنه زده‌کړیالان ګډون لري، چې د دریو میاشتو په موده کې به د موټرسایکل رغونې په اړه نظري او عملي روزنه ترلاسه کړي.

د دغه ښوونیز پروګرام د ترسره کیدو موخه په ټولنه کې د کاري فرصتونو رامنځته کول او د بېوزلۍ کمول ویل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې لنډ مهاله حرفوي پروګرامونه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له بنسټیزو پروګرامونو څخه ګڼل کېږي، چې تر دې مهاله سلګونه کسان له دغو پروګرامونو څخه فارغ شوي او د کار په بازار کې په عملي توګه پر دندو بوخت دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS