د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په مرکز کې پرانیست.

دغه سیمینار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت، د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل‌الرحمن فاضل، د مرکزي ادارې رئیسانو او د زونونو یو شمېر رئیسانو او ولایتي آمرینو په حظور کې ترسره شو.

مولوي شهامت د اسلامي نظام په چوکاټ کې د خدمت‌ګذارۍ پر رول ټینګار وکړ او ویې ویل چې ټول مسؤلین باید ځانونه د خلکو خدمت ته وقف کړي او تل د ټولنې په لاسرسي کې وي. هغه همدارنګه د بیت‌المال په پاکه او سمه توګه د ساتنې او مصرف پر اهمیت ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل چې په خپلو کارونو کې له دقت او ژمنتیا کار واخلي.

نوموړي په کار کې د مشخصو موخو ټاکل، د بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب تنظیم، او د وړتیا او تخصص پر بنسټ د افرادو ګمارنه د ادارې د فعالیتونو د ښه‌والي مهم عناصر وبلل. هغه زیاته کړه چې مسؤلین باید د خپلو اړوندو برخو له ټولو جزیاتو څخه بشپړ معلومات ولري او د زده‌کړو کیفیت لوړولو لپاره د نوښتونو او نصاب نوي کولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

همدارنګه د مالي او اداري چارو مرستیال مفتی فضل‌الرحمن فاضل د دې ډول سیمینارونو څخه  پر اغېزمن او ګټور استعمال ټینګار وکړ او دا یې د مسلکي ظرفیتونو د لوړولو او څانګو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا لپاره ښه فرصت وباله.

په همدې حال کې د کارکوونکو چارو رئیس مولوي نثار احمد الیاس وویل چې د دې ډول سیمینارونو ترسره کول د کارکوونکو د کاري ظرفیت لوړولو او د مرکز او ولایتونو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

د یادونې وړ ده چې دا سیمینار به پنځه ورځې دوام وکړي او په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د صلاحیتونو، مسؤلیتونو، اداري مدیریت او د زده‌کړو بهیر د ښه‌والي اړوند موضوعات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS