د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه.

د پروګرام په پیل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړ لوېدیځ زون و رئیس محترم مولوي ملتان ذاکر د تعلیمي بنسټونو او خصوصي سکتور ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او د عملي مهارتونو اهمیت یې د کار بازار له اساسي اړتیاوو څخه وباله.

وروسته، ګډونوالو په خصوصي توګه د کار بازار اړتیاوو، په بېلابېلو برخو کې د اړینو مهارتونو او د تعلیمي نصاب د بازار له بدلونونو سره د همغږۍ په اړه بحث او نظر تبادله وکړه.

د بحثونو په ادامه کې د تعلیمي نصاب بیاکتنې او نوي کولو، د عملي مهارتونو پیاوړتیا او د عصري کاري میتودونو سره د زده‌کړو برابرولو پر اهمیت ټینګار وشو.

همدارنګه د بازار له ضرورتونو سره سم د ځینو اړینو څانګو نشتون او د نویو څانګو رامنځته کولو اړتیا په اړه هم په دغه ناسته کې خبرې وشوې.

ګډونوالو د تخنیکي زده‌کړو او خصوصي سکتور ترمنځ د یوې ګډې کمېټې پر جوړولو هوکړه وکړه، څو د کار بازار د واقعي اړتیاوو پر بنسټ د نصاب بیاکتنه او د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ پیاوړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مشرتابه تل د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب پر برابرولو ټینګار کړی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS