د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست، کاپيسا ولايت ته سفر وکړ

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۲:۰
TVETA

د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست الحاج مولوي غلام حيدر شهامت دیادې ادارې د پلاوي په مشرۍ کاپيسا ولايت ته سفر وکړ.

کاپیسا ولایت ته د نوموړي د سفر موخه په دغه ولایت کې د تخنیکي زده کړو د مرکزونو د وضعیت کتل دي.

ښاغلي مولوي شهامت کاپیسا ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو سره وکتل. نوموړي د چارو د لا ښه والي په موخه مسوولینو ته لازمې هدایات هم ورکړل.

دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو سرپرست د کاپيسا ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له محصلینو او زده کوونکو سره وکتل او د هغوى ستونزې او وړانديزونه يې واورېدل.

الحاج مولوي شهامت تل هڅه کوي چې د تخنیکي مرکزونو ستونزې په حضوري ډول له نږدې حل کړي. له همدې امله هغه وخت په وخت ولایتونو ته سفرونه کوي تر څو د ولایتونو د تخنیکي مرکزونو د ستونزو د حل او د یادو مرکزونو اړتیاوې په ګوته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS