د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په افغانستان کې د يونيسف له مسوولينو سره خبرې اترې وکړې

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۵:۴۲
کتنه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونیسف) د ښوونې او روزنې له مسوولینو جان مد او مېرمن فوزیې سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

ښاغلي شهامت د دغې ادارې د وروستيو لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې د نابینایانو لپاره د بريل خط مطبعې فعالول، د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د نوښت په مرکز کې د موټر جوړول او د دغې ادارې د مطبعې بيا فعالول شامل دي، د تیرو دوو کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه ده.

همدارنګه مولوي شهامت د ځانګړو زده کړو لپاره د لازمو اسانتياوو او امکاناتو د برابرولو يادونه هم وکړه او ويې ويل، چې د دغې ادارې د ځانګړو زده کړو برخه لا زياتې همکارۍ ته اړتيا لري.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زیاته کړه، د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق (یونیسف) او د دې ادارې کارې څرنګوالی نږدې دی او کارونه باید په همغږۍ سره مخ ته یوړل شي.

د دغې لیدنې په دوام کې مېرمن فوزيې د دغې ادارې له وروستيو کړنو او لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د دغې ادارې غوښتنې او وړانديزونه به د يونيسف ادارې له مشرتابه سره شريک کړي.

همدارنګه جان مدد په دې ناسته کې وویل: موږ د خپلو اصولو او قوانینو په رڼا کې له دغې ادارې سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS