د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ محصلینو د علمي سفر په ترڅ کې د جبل الرسراج بریښنا فابریکې څخه لیدنه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۲۲ - ۱۴:۱
TVETA

د کابل د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ محصلینو د کابل ولایت د تخنیکي آمر استاد رفیع الله حبیبي او د انرژۍ او اوبو انسټيټوټ آمر ښاغلي نجیب الله سلیمي په حضور کې د جبل السراج د بریښنا بند څخه لیدنه وکړه.

په دغه علمي سفر کې محصلینو ته د برښنا بندونو د بیلابیلو برخو په اړه معلومات ورکړل شول او استادانو محصلینو ته د بریښنا د تولید د څرنګوالي په اړه په مفصل او عملي بڼه توضیحات ورکړل.

استاد رفیع الله حبیبي وايي، بېلابېلو ساحاتو ته د محصلینو علمي سفر د دوی د زده کړې لپاره ډېر ګټور دي.

محصلینو هم د بریښنا بندونو ته د علمي سفر څخه خوښي څرګنده کړه او له مسؤلینو څخه یې وغوښتل چې د دا ډول سفرونو زمینه د دوی لپاره مساعده کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۲۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د اصلاحي او تربیوي پروګرامونو لړۍ دوام لري

د درې ورځنیو اصلاحي او تربیوي پروګرامونو په دوام کې، د فکري تنویر ادارې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د دعوت او ارشاد ریاست په همکارۍ، د افغان ټکنالوژۍ انستیتیوت د زده‌کوونکو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۴
Background image

د ځانګړو زده‌کړو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو د ښوونیزو مرکزونو د استادانو د ظرفیت لوړونې ۲۰ ورځنی روزنیز ورکشاپ، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، پای ته ورسېد. دا پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۲
Background image

د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت د همغږۍ د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په موخه د «اسلامیک ریلیف» مؤسسې له مسئول سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې دواړو لورو د. . .

BACK TO NEWS