د «محمود راقی» مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د نباتاتو دوا شیندلو په اړه روزنه ورکړل شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۴:۴۰

د کاپیسا ولایت اړوند «محمود راقی» مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ښوونیزو مرکزونو د عملي زده کړو په چوکاټ او د یو علمي سفر په ترڅ کې د نباتاتو د درمل شیندلو د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه.

د دې عملي سفر په ترڅ کې، لارښود استاد محصلینو ته د نباتي ناروغیو د درملنې لکه شپشک او د دوا شیندلو د څرنګوالي په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز د درس په دوام کې، محصلینو هم په دې برخه کې خپلې پوښتنې او سوالونه  له لارښود استاد سره شریکې کړې چې د هغوی پوښتنو ته د استاد له لوري جامع ځوابونه هم ورکړل شول.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د زده کړو لویه برخه عملي ده، له همدې امله د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو فارغان د فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب کیږي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

د خوست تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د کانکریټ ټکنالوژۍ عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د خوست ولایت تخنیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د «کانکریټ ټکنالوژۍ» په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د دې پروګرام په جریان کې زده‌کوونکي د مهمو عملي موضوعاتو سره بلد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۹:۲۳
Background image

د ننګرهار کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې د سبزیجاتو اچار جوړول

د ننګرهار ولایت په کرنې او وترنرۍ انسټیټیوټ کې زده‌کوونکو د بېلابېلو سبزیجاتو په کارولو سره اچار چمتو کړ. د یاد انسټیټیوټ مسؤلین وایي چې د دې کار موخه د زراعتي محصولاتو ملاتړ او زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۶:۴۱
Background image

د نوي تعلیمي او زده‌کړیز کال پیل په مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱۴۰۵ لمریز تعلیمي کال د پیل په مناسبت د دې ادارې کارکوونکو په ګډون ناسته ترسره کړه. د ولایتونو تخنیکي آمریتونو او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو. . .

BACK TO NEWS