د «بذري تخمونو تولید» څانګې د نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پیل شو

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۹:۶
TVETA

د «بذري  تخمونو تولید» نوې څانګې د تعلیمي نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو په موخه دېرش ورځنی تخصصي ورکشاپ د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د مسئولینو، د اړوندو ادارو د متخصصینو او کارپوهانو او د کار بازار د مسلکي کسانو په ګډون پیل شو.

د دې پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي نصاب رئیس، ډاکټر محمد عارف عطایي، د زده‌کړو د کیفیت د لوړولو او له کار بازار سره د هغې د همغږۍ په موخه د تعلیمي نصابونو د پراختیا او بیاکتنې پر اهمیت خبرې وکړې.

نوموړي وویل، تعلیمي نصابونه باید د باوري او نوو علمي سرچینو پر بنسټ، د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم او د ښوونیزو، مهارتي او روزنیزو موخو په پام کې نیولو سره چمتو او پراختیا ورکړل شي.

د نوموړي په وینا، د نصابونو د تدوین پر مهال باید کلتوري، اخلاقي، شرعي او اسلامي ارزښتونه، علمي او مسلکي معیارونه او د خصوصي سکټور او کار بازار اړتیاوې په جدي توګه په پام کې ونیول شي.

د دغه پروګرام پیل د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست د هغو دوامدارو هڅو په لړ کې کېږي، چې موخه یې د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصابونو رامنځته کول دي. د مسئولینو په وینا، تر دې وړاندې هم د یو شمېر څانګو نصابونه بیاکتل شوي او پراختیا ورکړل شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د نویو حق‌الزحمه استادانو لپاره د «تدریس اصولو» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو. د دغه سیمینار د پرانیستې په مراسمو کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې ګډه ناسته د همکاریو د پراختیا او فارغانو ته د کارآموزۍ او کارموندنې د فرصتونو د برابرولو په موخه ترسره شوه. په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۳:۴۷
Background image

د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره. . .

BACK TO NEWS