د لومړي ځل لپاره د اوریدنې او لید معلولیت لرونکو زده کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره شوه

media_admin
Thu, Sep 24 2026 1:47 PM

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ازموینو عمومي ادارې په همکارۍ، د لومړي ځل لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو د زده‌کوونکو لپاره ځانګړې کانکور ازموینه ترسره کړه.

په دې پروګرام کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه نږدې ۱۲۰ تنه د اورېدنې او لید معلولیت لرونکو زده‌کوونکو ګډون کړی و.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي، چې دا د علم او پوهې د ملاتړ په برخه کې د اسلامي نظام لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د افغانستان د کانکور په تاریخ کې یې بېلګه نه ده لیدل شوې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د ځانګړې کانکور ازموینې له ګډونوالو سره په لیدنه کې وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی، څو د ټولنې ټولو قشرونو ته ګټور خدمات وړاندې کړي.

محترم مولوي صاحب شهامت د دې پروګرام د ترسره کولو په برخه کې د لوړو زده‌کړو وزارت او  ازموینو عمومي ادارې له همکارۍ څخه مننه او قدرداني وکړه.

بلخوا، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د زده‌کوونکو او محصلینو چارو رئیس استاد رفیع‌الله حبیبي د دې ادارې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي زیاته کړه، چې د نورو مسؤلیتونو ترڅنګ، په هېواد کې د اورېدنې او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د ځانګړو زده‌کړو د زمینې برابرول د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له اساسي دندو څخه دي.

هغه وویل، چې په تېرو پنځو کلونو کې په هېواد کې د ځانګړو زده‌کړو مرکزونه له ۱۶ مرکزونو څخه ۳۶ مرکزونو ته پراخ شوي دي.

په همدې حال کې، د ازموینو عمومي ادارې، اداري او تخنیکي مرستیال شیخ رحیم‌الله حقاني او د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین محترم ضیاءالرحمن آریوبي د اورېدنې او لید معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زده‌کړو د زمینې برابرولو په برخه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له هڅو څخه قدرداني او مننه وکړه.

د لوړو زده‌کړو وزارت او د ازموینو عمومي ادارې هم له تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د همکاریو د پراختیا او پیاوړتیا په اړه خپله ژمنتیا څرګنده کړه.

د یادونې وړ ده، چې د ځانګړې کانکور ازموینې ګډونوالو د دې پروګرام د ترسره کېدو له امله خپله مننه او خوښي څرګنده کړه. هغوی وویل، چې په کانکور ازموینه کې ګډون د دوی له هیلو څخه و او د دغې هیلې پوره کېدل ورته د ډېرې خوښۍ وړ دي.

Latest news

Wed, Jul 24 2024 10:40 AM
Background image

Technical and Vocational Education and Training Authority Held a Graduation Ceremony

Technical and Vocational Education and Training Authority Organized a Graduation Ceremony for Students of Technical and Vocational Education Centers of Kabul Province. High-ranking. . .

Mon, Apr 08 2024 10:20 AM
Background image

Congratulatory Message of the Supreme Leader of the Islamic Emirate on the Arrival of the Auspicious Eid-ul Fitr

To the Faithful and Mujahid Nation of Afghanistan and All the Muslims around the World! I would like to extend my heartfelt congratulations on the arrival of the auspicious Eid-ul Fitr. . .

Sun, Mar 24 2024 2:24 PM
Background image

Holding a ceremony to inaugurate the new academic year in the TVET-A

The beginning of the new academic year 1403 AH, the Department of Technical and Vocational Education TVET-A held a ceremony attended by several ministers and members of the government. . .

BACK TO NEWS