د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د پانګوالو لېوالتیا زیاتوالی

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۳:۹
tveta

ښاغلی شینواری یو له هغو افغان مهاجرینو څخه دی چې په هالنډ کې ژوند کوي، د تخنیکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د پانګونې په موخه افغانستان ته راغلی دی.

نوموړي د خپلې پروژې د پیلولو څرنګوالي په اړه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست له ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل او خبرې یې وکړې.

په دغې کتنه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست په هېواد کې ټولیز امنیت ته په اشارې سره وویل، چې حکومت دا مهال په هېواد کې د پانګوالو ملاتړ کوي.

ښاغلي مولوي شهامت همدا راز وویل، چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د ټولو هغو طرحو او برنامو هرکلی کوي، چې د ولس او هېواد په ګټه وي.

له بلې خوا ښاغلي شینواري په اقتصادي او امنیتي برخو کې د حکومت د وروستیو لاسته راوړنو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د کرنې په ګډون د مسلکي زده کړو په برخو کې پانګونې ته لیواله دی.

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې غواړي خپله پروژه له کنړ ولایته پیل کړي او نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

نوموړي دغه راز د تخنيکي او مسلکي زده کړو په برخه کې د پانګونې موخه خلکو او ټولنې ته د خدمت کول دي او ويې ويل، چې د دغه پروژې د طرحې له مخې به يې ټول عوايد په هېواد کې ولګول شي.

په دغې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د ګډې همکارۍ هوکړه لیک پر بنسټ به چارې پر مخ وړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۳:۵۷
Background image

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت بلخ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې، د شمال زون د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو رئیس او د بلخ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې ورکشاپ ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ، د یاد ریاست د کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې دوه ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل کړ. د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۰
Background image

د خوست کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب شوې

د امنیت د تأمین، د عامه شتمنیو د ساتنې او د اداري نظم د ښه‌والي په موخه، د خوست ولایت د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ په بېلابېلو برخو کې ۲۲ امنیتي کامرې نصب او فعالې شوې. د دې پروژې په ترڅ کې. . .

BACK TO NEWS